1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره انځورونه اخيستل؛ د انفلوينسرانو جنجالي سفرونه

۱۴۰۵ فروردین ۲۱, جمعه

ټولنیزو رسنيو کې د منځپانګې ځيني توليدونکي د کليک، لايک او څارونکو زياتولو په سيالۍ کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ته د سفر په اړه تبليغ کوي. انتقاد کوونکي وايي هغوی د طالبانو د حاکميت کلک واقعيتونه نه دي ليدلي.

https://p.dw.com/p/5BynD
تورستانې او سيمه ایزې د مسافر لارښودانې د عکس اخيستل پر مهال
په داسې حال کې د سفر د برخې خبريالانو د مسلکي مقرراتو پابند دي، انفلوينسران او د منځپانګې تولیدونکي هیڅ ځانګړی دستوالعمل نه لري.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

هغه انيفلوينسران چې په ټولنیزو رسنيو کې د سفر او مسافرت په اړه منځپانګه توليدوي، تل په سترو ټکو ليکل شويو راجلبوونکو سرليکونو سره د خلکو د پام ځانته راړولو هڅه کوي. هر څومره چې د سفر مقصد غيرعادي او عجيب وي، هومره یې د ليدونکو او تعقيبوونکو شمیر ډېريږي.

د دې پایله دا کيږي چې انستاګرام، يوټيوب، ټيک ټاک او د ټولنیزو رسنيو نور ورته پليټفارمونه د داسې هېوادونو په اړه له سفرونو ډک دي چې په عمومي توګه د سيلانيانو د سفر د هدف هېوادونه نه ګڼل کيږي. 

اړونده موضوع: په افغانستان کې ټولنیزو رسنيو ته لاس رسی محدود شوی

د انلاين محتوا په لسونو توليدونکي د «پر ځمکه تر ټولو بد هېواد» يا د «نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد ته سفر» په څیر سرليکونو سره د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ته د خپل سفر کيسه نشروي، بې له هغو رسمي خبرداريو چې دغه هېواد ته د سفر په اړه موجود دي.

زوی ستيفنز، څو ځل د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته سفرکړی دی او په وروستي ځل یې هلته څو میاشتې تېرې کړي دي.

دا ځوانه مېرمن د ليورپول اوسيدونکې ده او د يوټيوب کانال Zoe Discovers، انستاګرام او نور پلیټفارمونو کې یې د خپل سفر په لسګونو ويډيوګانې خپرې کړي دي؛ چې په هغه کې په افغانستان کې د ښځو په اړه يوه ټولګه هم شامله ده چې څو برخې لري. له هغو شپږو منځپانګو جوړونکو څخه یې چې تماس مو ورسره نیولی وو، ستيفنز، يوازنی وه چې په دې موضوع خبرو اترو ته یې چمتووالی وښود. هغه وايي د هغو انفلوينسرانو برعکس چې يوازې څو ورځې په افغانستان کې ول، هڅه کوي د دغه هېواد لا ظريف او هر اړخیز انځور وړاندې کړي.

په وسله والو سمبالو طالبانو سره عکس اخيستل

ځيني نور انفلوينسران له طالبانو سره د خبرو اترو ويډيوګانې او د طالبانو له غړيو سره چې په درنو وسلو سمبال وي، عکسونه نشروي او داسې جملات لکه «دوی ټول ډېر مهران دي» جملې خپروي. بيا وروسته داسې ځايونو ته ځي چې عکسونه یې د انستاګرام له پاره وړ وي.

له همدې کبله یې د ويډيوګانو د تبصرو برخه له ډېرو تندو نیوکو ډله کوي. ډيری کاروونکي دا اينفلوينسران په دې تورنوي چې په غیر مستقيم ډول د طالبانو له رژيم څخه ملاتړ کوي هغه رژيم چې غواړي په افغانستان کې سياحت ته وده ورکړي.

په يوټيوب کې یوه کاروونکي ليکلي: «په ښکاره بايد افغانستان ته د سفر توصيه ونه شي. دغه غير انساني هېواد د مخاطبانو له پاره د يوه زړه راښوونکي هېواد په توګه ښکاره کول، له اخلاقي پلوه د پوښتنې وړ خبره ده.»

اړونده موضوع: پر فیسبوک یو پوسټ؛ د طالبانو څو ورځی زندان؟

د اتريش د اينسبروک پوهنتون فيلسوفه کلوديا پاګانيني، هم دې له نقد سره همنظره ده. هغه له کلونو راهېسې د رسنیو د اخلاقو په اړه څيړنې کوي او په ټولنیزو رسنيو کې د سفر منځپانګه څاري. د هغې په خبره اينفلوينسران تر هر څه د مخه ښکلا يعني ظاهر ته توجو کوي؛ يعني ظاهراً چې څنګه ښکاري، دا خبره هغه وخت ستونزمنه کيږي چې په نظر کې نيول شوی هېواد يو ديکتار ژريم ولري چې بشري حقونه په منظم ډول نقضوي.

نوموړې وايي: «د ټولنیزو رسنيو يوه ويډيو نه شي کولی ډېرې اساسي ستونزې را څرګندې کړي. په غالب ګمان دا ويډيوګانې اړينه زمينه او متن نه لري او د کاروونکو له پاره د وضعيت سمه اروزنه ستونزمنوي. د افغانستان په برخه کې ښايي دا د بشري حقونو ناوړه وضعيت ته د لږې پاملرنې باعث شي. له دې کبله هغه دا خبره مني چې د سفر د محتوا لمنه ډېره پراخه ده: «دا انتقاد د ځينو ويديوګانې په برخه کې ډېر صدق کوي او د ځينو په اړه لږ.»

په ټولنیزو رسنيو کې باکيفيته منځپانګه

په داسې حال کې د سفر د برخې خبريالانو د مسلکي مقرراتو پابند دي، انفلوينسران او د منځپانګې تولیدونکي هیڅ ځانګړی دستوالعمل نه لري. پاګانيني وړاندیز کوي چې د ټولنیزو رسنيو له پاره دې د ښه کيفيت موادو يوه بڼه معرفي شي. 

د بند امیر يوه منظره
په افغانستان کې د بند امیر ملي پارک يوه څنډهانځور: Massoud Hossaini/AP Photo/picture alliance

خو پلیټفارمونه پخپله هم سختو مقرراتو ته ليوالتيا نه لري. نوموړې همدا راز زیاتوي چې «هغوی د خير ښېګڼې دولتي سازمانونه نه دي. ټول تمرکز یې په ټولنیزو رسنیو کې لوړ پولې واحد يا پیسې دی.» پاګانيتي زياتوي هر څه پر کليک، لايک او فالو کولو راڅرخي.

اړونده موضوع: ولي طالبانو په بدخشان کې د یوتوب پر تولید کوونکو بندیز لګولی؟

په ټولنیزو رسنيو کې د سفر محتوا د هيجان پر طرحې ولاړه ده – دا يوازني څه دي چې سړي ته ليدونکي راوړي. دا خبره بلاګر يوهنس کلاوس، کوي د سفر د کيسو ليکوونکو ليکوالانو له پاره یې يو پليټفارم جوړ کړی دی. کلاوس هم د منځپانګه جوړونکو له پاره د اخلاقي منشور رامنځته کولو له پاره هڅه کوي.

د ځان د سانسور کولو پرته نه کیږي

په داسې حال کې چې د طالبانو اړوندې ځیني ويډيوګانې په ميليونو وارې ليدل شوي، د ستيفنز، ويډيوګانې ډېرو مخاطبينو ته نه دي رسيدلي خو سره له دې هم نوموړې هڅه کوي پر واقعيت ولاړه منځپانګه وړاندې کړې که څه هم چې وايي دا کار د افغانستان په څېر هېواد کې اسان نه دی.

دا چې نوموړې هلته د مسافرينو د لارښودې په توګه کار کوي، دا خبره مني چې پر ځان سانسور لګولو ته مجبوره ده: «له دې کبله چې وتوانيږم هغه کار چې کوم یې – او باور لرم چې مثبت اثر لري – دوام ورکړم، بايد متوجې واوسم چې څه ووايم او څرنګه یې ووايم؛ که نو امکان لري بیرته دې هېواد ته د ستنېدو اجازه له لاسه ورکړم.»

له دې هر څه سره نوموړې په دې آند ده چې لازمه نه ده چې په افغانستان کې د ژوند هر اړخ ته سیاسي رنګ ورکړل شي. ځکه دغه هېواد په خواړو، کلتور، تاريخ او هغه کسانو چې هلته ژوند کوي هم تعریفيږي: «زما هدف د دغه هېواد د يوه بیل اړخ ښکاره کول دي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب