1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په زرګونو ټنه مرسته غزې ته د داخلولو له پاره چمتو ده

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۱۷, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د حماس او اسرائيل ترمنځ د سولې د طرحې پر لومړي پړاو باندې تر موافقې وروسته ويلي دي چې شاوخوا ۱۷۰ زره ټنه مرستندويه توکي چمتو دي او غزې تړانګې ته د داخليدو په انتظار دي.

https://p.dw.com/p/51izf
آرشيف انځور: د  رفاح پر پاټک غزې ته د مرستې رسولو له پاره د لاريو کتارونه
د اوچا يوه وياند وويل چې ملکيانو ته د مرستندویه توکو رسولو له پاره پرانیستو لارو ته اړتيا لريانځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا «اوچا» دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ژنيو کې وکړې.

د اوچا له خوا ويل شوي دي چې د اسرائيلي چارواکو له لوري د اجازې تر ورکولو وروسته به چې دغې جګړه ځپلې سيمې ته غځيدلې لارې کنترولوي، دا مرستندويه توکي اړمنو خلکو ته ورسول شي. زیاته شوې په دې مرستو کې خوراکي توکي، درمل، خيمې او نور هغه شیان شامل دي چې په عاجلو توګه ورته اړتيا ليدل کیږي.

اړونده موضوع: م.م. د بشري مرستو پر کارکوونکو د مرگونو بریدونو د زیاتوالي په هکله شکایت کړی

د روانې اونۍ په پېل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دې دفتر ويلي ول چې اسرائيلي چارواکو د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر میاشتې راهېسې د دوی له ټولو راجستر شويو کتارونو څخه ۴۵ سلنه ته یې نه هم اجازه ورکړې او نه یې هم هغه بند کړي دي.

د اوچا يوه وياند وويل چې ملکيانو ته د مرستندویه توکو رسولو له پاره پرانیستو لارو ته اړتيا لري او د دې تضمين چې مرسته رسوونکي او اړمن کسان به خوندي وي او د بهرنيانو له پاره ویزې او د دې ډاډ هم باید موجود وي چې مرستې پرته له خنډ سيمې ته داخلې شي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

دغه وياند وويل چې په غزې تراډه کې شخصي سيکتور بايد ژر تر ژره بيرته په پښتو ودريږي. 

اسرائيل او حماس ډلې د چهارشنبې په ورځ د غزې له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د سولې د پلان پر لومړۍ پړاو موافقه وکړه. دا طرحه د يرغمل شويو او د فلسطيني زندانيانو پر آزادولو سربیره د حماس په حواله د جګړې ختمېدل، له غزې تراړې د اسرائيلي ځواکونو وتل او غزې ته د بشري مرستو رسېدل هم په پام کې لري. 

د ملګرو ملتونو د فلسطينيی مهاجرو د مرستې ادارې (UNRWA) مشر هم ويلي دی چې اداره یې غزې تراړې ته د «خوړو، درملو او نورو بنسټریزو توکو» رسولو ته چمتو ده، چې د ملګرو ملتونو په حواله پکې قحطي د خپرېدو په حال کې ده.

د دغې ادارې له خوا ويل شوي: «موږ د راتلونکو دريو میاشتو له پاره  [د غزې] ټول نفوس له پاره په کافي اندازه خواړه لرو.»

اړونده موضوع: اسرائيل غزې ته په مرستو د بار کښتۍ د رسېدو مخه نيولې

د ملګرو ملتونو اداره انروا له اوږدې مودې راهېسې د اسرائيل له لوري له سختو نیوکو سره مخامخ ده چې دغه نيوکې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نیټه پر اسرائيل باندې د حماس تر بريد وروسته لا پسې ډېر شوي ول او د روان ميلادي کال په سر کې یې د اسرائيل په قلمرو کې د دغه ادارې پر فعاليت بندیز لګولی وو. 

خو دغه ادارې ويلي دي چې اوس هم په غزه کې څه نا څه ۱۲۰۰۰ پرسونل لري او لازاريني د پنجشنبې په ورځ ټينګار وکړ چې د دغه آژانس ډلې «د دې تړون د عملي کولو له پاره اړينې دي، پر نورو سربیره د بنسټیزو خدمات لکه روغتيايي پاملرنې او زده کړو له پاره.»

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber