1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د اردن سيند پر لویدیځه غاړه خپل کنټرول پراخوي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ بهمن ۲۰, دوشنبه

د اسرائیل د امنیتي کابینې د پریکړې له مخې، د اول وار له پاره په لویدیځه غاړه کې د ښارگوټو یهودي اوسیدونکو ته د مځکو د رانیولو اجازه ورکول کیږي. محمود عباس دغه پریکړه "خطرناکه" بللې ده.

https://p.dw.com/p/58NX1
۲۰۲۵ م کال ، فلسطیني سیمه؛ په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو میشتځایونه
اسرائیل په پام کې لري چي په یو لړ اقداماتو سره، د اردن سيند د لویدیځې غاړې پر اشغال سوې سیمه خپل کنټرول پراخ کړي. انځور: Ronen Zvulun/REUTERS

د اسرائیل امنیتي کابینه په پام کې لري چي په یو لړ نوو اقداماتو سره، د اردن سيند د لویدیځې غاړې پر اشغال سوې سیمه خپل کنټرول پراخ کړي. نوموړي کابینې یهودي اوسیدونکو ته د مځکو د خرڅولو د بندیز لغوه کیدل تصویب کړل.

علاوه پردې، په پلان کې ده چې په لوېدیځه غاړه کې د مځکو د آسانه رانیولو له پاره د ملکیتونو ثبت آزاد سي. د الخلیل په ښار کې به د مذهبي اماکنو او نورو حساسو ځایونو له پاره د زیربناوو د جوړولو پروگرام هم اسرائیلي ادارو ته وسپارل سي.

اړونده موضوع: د غزې تراډه؛ د رفح سرحدي لار جزوي پرانیستل سوه

همدارنگه په پام کې ده چې اسرائیل ته اجازه ورکړل سي ترڅو چاپیریالي او د لرغون پیژندنې مقررات هم د فلسطینیانو تر مدیریت لاندې سیمو کې عملي کړي.

سربیره پردې په پام کې ده، هغه کمیټه چې د دې امکان یې ورکاوه چې د اسرائیل حکومت په دغه سیمه کې «مخکې له مخکې» مځکه رانیسي، له سره احیا سي. دغه تصمیمونه د اسرائیل د ښی اړخه مالیې وزیر بتسالل اسموتریچ، د دفتر له خوا اعلان سول.

د فلسطین د خودمختاره ادارې د تشکیلاتو رئیس محمود عباس، د یوې اعلامیې په خپرولو سره نوموړې پریکړه «خطرناکه» بللې ده. د هغه په خبره، دغه اقدام «د اسرائیل له خوا د ښاري پراخوالي او مځکو د غصب د قانوني کولو له پاره یوه څرگنده هڅه» ده. عباس د امریکا متحده ایالاتو او ملگرو ملتونو د امنیت شورا د سمدستي مداخلې غوښتنه وکړه.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیل وروستۍ پریکړې محکومې کړې دي. د نوموړي وزارت په وینا، دغه پریکړې د «اسرائیل د غیرقانوني حاکمیت د تحمیلولو» او ښار گوټو د جوړولو د تثبیت له پاره رامنځته سوې دي. حماس ترهگرې ډلې د اردن سيند د لوېديځي غاړې فلسطیني اوسیدونکو ته په خطاب کې له «اشغال او ښارگوټي له اوسیدونکو سره د سختې مقابلې» غوښتنه کړې.

له بلې خوا په ټوله فلسطیني سیمو کې تاوتریخوالی دوام لري. په داسې حال کې چې په غزه کې له میاشتو راهیسې اوربند نافذ دی، اسرائیل په رسمي ډول د دوشنبې په ورځ د فبروري پر ۹مه لږ تر لږه ، د څلورو فلسطینیانو د وژلو اعلان وکړ چې د پوځ په وینا یې پر اسرائیلي سرتیرو برید کړی و.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.