م. م : د اسرائیلي ښارګوټو جوړونې بهیر لا زیات ګړندی شوی
۱۴۰۴ آذر ۲۲, شنبه
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، د جمعې (د دسمبر میاشتې ۱۲ نیټه) په ورځ یو رپوټ خپور کړی دی چې په هغې کې د اردن سیند د لویدیځې غاړې په هکله ویل شوي چې د روان کال د پیل راهیسې په دغه سیمه کې ۴۷۳۹۰ د استوګنې کورونه جوړ، جواز یې ترلاسه کړی یا هم په عمومي ډول اعلان شوي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ په ۲۰۲۴م کال کې دغه شمیر ۲۶۱۷۰ وو. د کله راهیسې نه چې د ملګرو متلونو سازمان په ۲۰۱۷م کال کې په دې اړه په کلني حساب د شمیرو ثبتول پیل کړي دي، دا تر ټولو لوړ شمیر دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۲م کاله پورې په اسرائیلي ښارګوټو کې په کلني اوسط ډول ۱۲۸۱۵ د استوګنې نوي واحدونه اضافه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي ګوتېرش د دغو شمیرو په هکله وویل چې دغه پرمختګ «د اسرائیل غیر قانوني اشغال لا زیات تثبیتوي» دا کار«د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو حق» کمزوری کوي.
ګوتېرش همدرانګه د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې «دوامداره پارونه» وغندله. نوموړي په ځانګړي توګه د اسرائیلي پوځ پر عملیاتو نیوکه وکړه. هغه وویل چې په دې ترڅ کې په ډیر لوړ شمیر کې انسانان وژل شوي، اوسیدونکي یې بې ځایه شوي او زیربناوې لمنځه تللي دي.
اسرائیل په ۱۹۶۷م کال کې له شپږ ورځنۍ جګړې راهیسې د اردن سیند لویدیځه غاړه اشغال کړې ده. دوه کاله مخکې د غزې جګړې له پیل راهیسیې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې هم په تاوتریخوالي کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی.
د فرانسې خبري آژانس د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا د ورکړل شوو شمیرو په حواله ویلي، له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې تر ۱۰۰۰ ډیر فلسطینیان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي سرتیرو یا د ښارګوټو د اسرائیلي اوسیدونکو له خوا وژل شوي دي.
د اسرائیلي چارواکو په حواله په ورته موده کې بیا لږ تر لږه ۴۴ اسرائیلیان هم وژل شوي دي.