ترمپ: د ایران پلونه او برېښنا به «راتلونکي هدفونه» وي
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۴, جمعهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۴, جمعه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
-
ترمپ وايي چي د امریکا پوځ په ایران کي د پاتو ځايونو ویجاړول «لا پیل کړي نه دي»
-
ترمپ وايي د امریکا بریدونه به لومړی پلونه او بیا د برېښنا فابریکې په نخښه کړي
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د هرمز تنګي د پرانیستلو له پاره د بحرین د وړاندیز په اړه رایه ورکړي
- ايران وايي د امريکا يوه اف-۳۵ جنګي الوتکه يې ويشتلې ده
- کارپوهان: پر ايران د امريکا بريدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل سي
- د امريکا د دفاع وزير د پوځ لوی درستيز له دندې ګوښه کړ
د امريکا حقوقي کارپوهان: پر ایران د امریکا بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل سي
په امریکا متحده ایالاتو کي د نړیوالو حقوقو په لسونو متخصصینو د یوه پرانیستي لیک په لاسلیک کولو سره خبرداری ورکړی چي پر ایران د امریکا بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل سي.
په امریکا متحده ایالاتو کي تر ۱۰۰ زیاتو حقوقي کارپوهانو په یوه پرانیستي لیک کي لیکلي دي چي د امریکایي ځواکونو کړنو او د لوړ پوړو چارواکو څرګندونو «له نړیوالو بشري حقونو او نړيوالو بشردوستانه حقونو څخه د سرغړوني، په شمول د جنګي جرمونو د احتمال په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي دي.»
بشپړ خبر دلته لوستلای سی!
د امریکا دفاع وزیر د پوځ لوی درستیز له دندې ګوښه کړ
د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي ویاند شان پارنیل، په یوه بیان کي اعلان وکړ چي د پوځ لوی درستیز جنرال رنډي جورج، له خپلي دندې ليري او سمدلاسه تقاعد کېږي.
هغه وويل: «د جګړې وزارت هيواد ته د جنرال جورج، د لسیزو خدمت ستاینه کوي، او موږ هغه ته د تقاعد په دوره کي ښې هیلي لرو.»
جورج په ۲۰۲۳م کال کي د سنا له تائید وروسته دنده پیل کړه. هغه د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن دې مقام ته نومولی وو.
د امريکا د پوځ د مشر له پاره د دندې عادي دوره څلور کاله ده، په دې معنی چي جنرال جورج باید تر ۲۰۲۷ کاله پوري د امریکا د لوی درستیز په توګه پر دې دنده پاته سوی وای.
هغه چي د څو لسیزو پوځي خدمت تجربه لري، مخکي له دې یې په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو کي د امریکا متحده ایالاتو د دفاع د پخواني وزیر لویډ آسټین سره د لوړ پوړي پوځي مرستیال په توګه کار کړی وو.
جورج، د پیاده ځواکونو افسر دی او د متحده ایالاتو د ویسټ پواینټ اکاډمۍ څخه فارغ سوی او د خلیج په لومړۍ جګړه او همدارنګه د عراق او افغانستان په جګړو کې یې خدمت کړی دی.
ترمپ ويلي دي چي امریکا به پر پلونو او د بریښنا پر فابریکو برید وکړي
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وویل چي د امریکا پوځ «په ایران کي د باقي پاتو ځايونو ويجاړول لا نه دي پيل کړي.«
ترمپ د ټولنيزي رسنۍ په خپل پليت فارم سوشل تروث کي ليکلي دي چي «وروسته پلونه، بيا د برېښنا د توليد فابريکې». د هغه خبرداری د تهران او کرج ښار ترمنځ د بي ۱ یا B1 په نوم پل باندي د امريکا تر بريد يوه ورځ وروسته خپريږي. ايراني چارواکو وويل چي په دې بريد کي اته کسان وژل سوي دي.
په امریکا کې حقوقي کارپوهانو په دې اونۍ کي خبرداری ورکړ چي د ملکي زیربناوو لکه د بریښنا فابریکو په نخښه کول به له نړیوال قانون څخه سرغړونه وي.
د ترمپ په پوست کي دا هم ویل سوي دي چي د ایران مشرتابه «پوهیږي چي څه کار بايد وسي، او دا باید ژر وسي!»
ترمپ په وار وار ګواښ کړی دی چي که ایران د جګړې د پای ته رسولو له پاره د هغه غوښتنې ونه مني نو پر ایران به بریدونه زیات کړي. تهران ژمنه کړې ده چي د متحده ایالاتو او اسرائيل پر وړاندې به خپل غچ اخیستونکي اقداماتو ته دوام ورکړي.
ایران وايي د امریکا یوه اف-۳۵ جنګي الوتکه یې ویشتلې ده
ایران د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي د امریکا یوه اف-۳۵ جنګي الوتکه یې ویشتلې ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په یوه اعلامیه کي ویلي دي چي دا جنګي الوتکه د ایران په هوايي حریم کي د نوي او پرمختللي دفاعي سیستم په واسطه ویشتل سوې ده.
امريکا متحده ایالات چي د فبروري مياشتي له ۲۸مې نېټې راهیسې د اسرائيل ترڅنګ د ایران پر وړاندي جنګېږي، په دې اړه تبصره نه ده کړې.
سپاه پاسداران: د امریکا دوهمه اف۳۵ جنګلي الوتکه مو ویشتلي
سپاه پاسداران اعلان وکړ چې اف-۳۵ دوهمه جنګي الوتکه ده چې ویشتل سوې ده.
د سپاه پاسداران انقلاب له لوري په خپاره شوي بیان کي ویل سوي دي: «د الوتکي د بشپړ ویجاړیدو له امله، د هغې د پیلوټ د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نسته.» سپاه پاسداران وویل چي دا له امکان ليري ده چي پیلوټ دي ژوندی پاته سوی وي.
د امریکا مرکزي قوماندې (سینتکام) په دې وروستیو کي د ایران هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي امریکايي جنګي الوتکي یې ویشتلي دي.
په منځني ختیځ کې د امریکا دغي قوماندې د پنجشنبې په ورځ د ایران په جنوب قشم ټاپو پر فضا د دوی د یوې الوتکي ویشتل رد کړل. د امریکا د لاکهید مارتین شرکت له خوا جوړه سوې اف-۳۵ ډوله جیټ الوتکه، په نړۍ کي یوه له پرمختللو جنګي الوتکو څخه ده.
تر اوسه پورې، په وسله واله شخړه کي د اف-۳۵ الوتکي د ویشتل کیدو کومه تائید سوې قضیه نه ده ترلاسه سوې.
ایران په ټول منځني ختیځ کي په هدفونو توغندي توغولي، په تهران کي د چاودنو غږونه اورېدل سوي
ایران د جمعې په ورځ پر اسرائیل او د خليج پر ځینو هيوادونو توغندي توغولي. له بلي خوا بيا د تهران په شاوخوا او د دغه هيواد په مرکزي ښار اصفهان کي د چاودنو راپورونه ورکړل سوي دي.
جګړه شپږمي اونۍ ته داخله سوې او د کمیدو نخښي يې نه ښکاري.
اسرائیل، بحرین او کویټ د ایران له خوا د توغندیو د توغولو په اړه خبرداری ورکړ.
د اسرائيل پوځ په یوه بیان کي ویلي چي «له ایران څخه د اسرائيل پر لور توغول سوي توغندي يې کشف کړي دي»، او زیاته یې کړه چي د دغه هیواد هوايي دفاع د توغندیو شنډولو ته اماده ده.
تر اوسه د مرګ ژوبلي راپور نه دی ورکړل سوی.
د فرانسې خبري آژانس د اسرائيل د میګن ډیویډ آډوم د بیړني خدماتو په حواله راپور ورکړی دی چي یو توغندی د اسرائيل د هوايي دفاع له سیسټمونو څخه تیر سوی او د دغه هيواد په مرکزي برخه کي چولی دی، چي کورونه، سړکونه او ځیني موټرونه یې زیانمن کړي دي.
د ياد خبري آژانس په وینا، د اسرائيل د پوځ راډیو وویل چي په تل ابیب کي د اورګاډي یو سټیشن د بم د ټوټو له امله زیانمن سوی، خو دايي نه دي ويلي چي توغندی له کوم ځايه توغول سوی وو.
د فرانسې خبري آژانس په وینا، د ایران دولتي راډیو ټلویزیون د ایران د سپاه پاسداران یوه اعلامیه خپره کړه، چي پکښې ویل سوي چي د تل ابیب او ایلات بندري ښار سیمي په اوږد واټنه توغنديو سره په نخښه سوي دي.
د کويټ دولتي رسنیو ويلي دي چي د بې پیلوټه الوتکي له برید وروسته د دغه هیواد د تیلو د ملي شرکت په یوه تصفیه خانه کي اور لګیدلی دی.
د کویت د پټرولیم شرکت کونا خبري آژانس ته ويلي دي چي د مینا الاحمدي تصفیه خانه نن سهار د ډرون برید له خوا په نخښه سوه چي له امله یې په څو عملیاتي واحدونو کي اور ولګېد. ادارې زیاته کړه چي د اور د کنټرول له پاره بیړني عملیات روان دي.
په عین حال کې، اسوشيېتید پریس خبري آژانس د فعالانو له قوله راپور ورکړی دی چي پر تهران او اصفهان باندي بريدونه سوي دي.
په دې بریدونو کي د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي خپاره سوي.