1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

ملگري ملتونه غواړي، روسیه د غله جاتو تړون ته ادامه کړي

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

ملگري ملتونه غواړي، روسیه دې ته راضي کړي، چي د اوکراین سره دغله جاتو تړون ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4Iqjj
Ukraine-Krieg | Abkommen über Export von ukrainischem Getreide
انځور: OZAN KOSE/AFP

د ملگرو ملتونو یوه ویاند پرون شنبه ناوخته په نیویارک کي وویل، چي هغوی پدې هکله د روسیې د نمایندگانو سره په ارتباط کي دي. په خبره یې ټوله اړخونو باید د داسي اقداماتو د سره رسولو څخه ډه ډه وکړي، کوم چي د غله جاتو د صادراتو قراداد او ابتکار د خطر سره مخامخ کوي. 
روسیه تر دې دمخه د دغه قراراد څخه په یوطرفه ډول سره وتلې وه، ځکه چي د مسکو په حواله اوکرایني قواوو د بریتانیا په کومک په توره بحیره کي پر روسي کښتیانو باندي حمله وکړه، خو دغو کښتیانو کولای سوای په اطمینان سره په غذایي موادو د بار کښتیانو حمل او نقل تضمین کړي.