1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او امریکا ۱۲ تریلیونه ډالري موافقې په اړه خبرداری

شمس الرحمن ناصر | دویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ بهمن ۱۹, یکشنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي چې واشنګټن غواړي له یوې پراخې موافقې سره مسکو د یوه تجارتي شریک په توګه جذب کړي. زیلنسکي د دې موافقې مالي ارزښت او ابعاد د پام وړ بللي دي او له کبله یې خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/58J7z
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي
زیلنسکي ویلي چې امریکا او روسیه د ۱۲ تریلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي موافقتنامو طرحې جوړولو په حال کې دي.انځور: President of Ukraine/APAimages/IMAGO

ټاکل شوې ده چې اوکراين او روسيې راتلونکې اونۍ مستقمې خبرې اترې پیل کړي. دغه خبرې اترې د لومړي ځل له پاره په متحده ایالاتو کې ترسره کیږي او د درې اړخیزو خبرو اترو بڼه به ولري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبرداری ورکړی دی چې د روسیې او امریکا ترمنځ دوه اړخیزې خبرې اترې ممکن د دوو هیوادونو ترمنځ د یوې سترې موافقې له پاره د جیو پولیتیک ارزښت لرونکی چوکاټ وي چې کېدلی شي د اوکراین په ضرر تمام شي.

زیلنسکي د خپلو استخباراتي سرچینو په حواله ویلي دي چې امریکا او روسیه د ۱۲ تریلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي موافقتنامو مجموعې د طرحې جوړولو په حال کې دي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د هغې متن د شنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۷ نیټه) په ورځ خپور شوی دی. زیلنسکې د موافقتنامو دغه مجموعه د «دیمیتریف بسته» وبلله چې کیریل دیمیتریف ته اشاره کوي، کوم چې د روسیې د ملي شتمنۍ د صندوق مشر او له اوکراین سره په مذاکراتو کې د ولادیمیر پوتین استازی دی.

نوموړي وویل چې د دې موافقتنامې جزویات لا تر اوسه پورې اوکراین ته روښانه شوي نه دي، خو کیف په دې هکله د معلوماتو د را ټولولو په حال کې دی.

د اوکراین جګړه کې تر ۶۰ کلونو زاړه اوکرایني سرتیري

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ مخکې تر دې د بندیزونو د کمولو امکان او له روسیې سره یو ځل بیا د اقتصادي همکاریو پيلولو ته، د جګړې بندولو ته د مسکو د تشویقولو وسیلې په توګه یادونه کړې وه.

په هر حال، پوتین ټینګار کړی دی چې روسیه به په هر ممکن شکل خپلې موخې ترلاسه کوي.

د «واشنګټن پوسټ» د رپوټ پر بنسټ دیمیتریف د امریکا له ځانګړي استازي ستیو ویتکاف او د ترمپ له زوم جرد کوشنر سره په ګډه د سولې یوه ۱۸ ماده یي طرحه جوړه کړې ده.

د دې رپوټ پر بنسټ په دې طرحه کې، په تدریجي ډول پر روسیې د بندیزونو کمول او د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي پراختیا پروژو رامنځته کول شامل دي.

زیلنسکي بیا د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د دوام او زیاتولو غوښتنه کوي او استدلال کوي چې د بندیزونو دوام به د دې سبب شي چې د روسیې د مالي سرچینو او د لویدیځ ټکنالوژۍ ته د دې هیواد د لاس رسي[ چې په جګړه کې ترې استفاده کوي] مخه ونیول شي.

زیلنسکي یو وار بیا ټینګار وکړ چې هیواد به یې د هیڅ داسې موافقې ملاتړ ونه کړي چې پرته د کیف له رضایت څخه یې صورت نیولی وي، حتی که دغه موافقتنامې «بالقوه» هم وي.

واشنګټن او مسکو تر اوسه پورې په مشخص ډول د دې احتمالي موافقې [له یاد شوو مالي ابعادو سره] په هکله څه نه دي ویلي. په هغو مذاکراتو کې چې تر اوسه پورې د اوکراین د جکړې بندولو په هکله شوي دي، تل په کې پر اقتصادي اړخونو بحث شوی دی.

په راتلونکي کې د زاپوریژیا د اټومي انرژۍ بټۍ مدیریت او همدارنګه د اوکراین د طبیعي ګازو منابع او د هغوي انتقالول، که هغه د روسیې له خوا د اشغال شوو ځمکو له لارې وي او که د اوسنۍ لومړۍ کرښې ته نزدې سیمو له لارې وي، اوسمهال له اختلافي موضوعاتو څخه ګڼل کیږي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل