1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

روسیې او شمالي کوریا پر «اوږدمهاله» پوځي همکارۍ توافق کړی

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۷, دوشنبه

د روسیې دفاع وزیر او د ولسي جرګې مشر د اوونۍ په پای کې شمالي کوریا ته ولاړل. يو یې د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا د وژل شوو عسکرو د یادښت ودانۍ په پرانېسته کې ګډون وکړ او بل ېې د اوږدمهاله دفاعي همکاریو تړون توافق کړی.

https://p.dw.com/p/5CrvD
Nordkorea Pjöngjang 2026 | Verteidigungsminister Belousow & Kim Jong Un bei Treffen
انځور: Russian Defence Ministry/AFP

د روسیې دوو لوړپوړو سیاستوالو د اوونۍ په پای (شنبه او یکشنبه) له شمالي کوریا څخه کتنه وکړه. دوی د شمالي کوریا د هغو سرتېرو چې د اوکراین په جګړه کې وژل شوي د یادښت ودانۍ د جوړېدو په مراسمو کې برخه واخیسته او د دفاعي همکاريو یو نوی توافق ېې وکړ چې تر ۲۰۳۱م پورې به ادامه ولري.

پر اوکراین د روسې د پوځي یرغل او جګړې په جریان کې روسیې او شمالي کوریا خپلو پوځي، سیاسي او اقتصادي اړیکو ته شدت ورکړی دی. په دې منځ کې پیونګ یانګ مسکو ته د ځواکونو د ملاتړ وړاندیز هم وکړ، هغه هم یوازې د دې له پاره نه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په سرحدي علاقه کورسک کې د اوکرایني ځواکونو په شا تمبولو کې مرسته وکړي.

نور ولولئ: شمالي کوريا بالستيک توغندي توغولي

مسکو او پيونګ یانګ تر دې مخکې هم یو دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړی و. دغه تړون د روسیې او شمالي کوریا ولسمشرانو،ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې د ېوې کتنې پرمهال لاسلیک کړی و.

له نوي تړون څخه هرکلی

د دواړو هېوادونو رسنیو د یکشنبې په ورځ شمالي کوریا ته د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف د رسېدو خبر ورکولو ترڅنګ وویل، چې روسي پلاوی به له ولسمشر کیم او نورو چارواکو سره وګوري.

نور ولولئ: د روسیې د تور سمندرګي پر بندري ښار باندې د اوکراين بريد مرګ ژوبله اړولې

د پلان له مخې بلوسوف په سفر کې د شمالي کوریا له رهبرۍ او لوړپوړ پوځي چارواکو سره خبرې اترې او په پلازمېنه کې «د یادښت او تشریفاتي مراسمو» کې ګډون شامل ول. د روسیې د دفاع وزارت له خوا په خپرو شوو انځورونه لیدل کيږي چې بلوسوف کیم ته غاړه ورکوي.

د شمالي کوریا په پلازمېنه کې د دغه هېواد د هغو وژل شوو سرتېرو د یادښت ودانۍ چې د اوکراین په جګړه کې وژل شوي
د روسیې د سټېټ ډوما یا د ولسي جرګې مشر ویاچسلاو ولودین د شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګ یانګ کې د يادښت ودانۍ د پرانیستې مراسمو ته ورغلی و.انځور: KCNA/REUTERS

د روسیې دفاع وزیر په خپلو خبرو کې د شمالي کوریا له رسمي مخفف (DPRK) څخه استفاده وکړه. هغه وویل: «موږ د ډي پي آر کې له دفاع وزارت سره توافق وکړ تر څو خپلې پوځي همکارۍ باثباته او اوږدمهاله کړو.»

اندري بلوسوف سره د خبرو پر مهال د شمالي کوریا دفاع وزیر نو کوانګ هم مل و. بلوسوف زیاته کړه: «موږ آماده یو چې سږکال د ۲۰۲۷ تر ۲۰۳۱ کال مودې له پاره د پوځي همکاریو یو روسي-کوريايي پلان لاسلیک کړو.»

بلوسوف همدارنګه د شمالي کوریا هغو سرتېرو ته پوځي مډال ورکړ چې د روسیې او اکراین ترمنځ سرحدي علاقه کورسک کې د اوکرایني ځواکونو پر ضد جنګېدلي ول. دا هغه سیمه ده چې اوکرايني ځواکونو د خپلو تعرضي حملو په نتیجه کې د څو میاشتو له پاره تصرف کړې وه.

نور ولولئ: شمالي کوريا روسیې ته د ځواکونو استول تائيد کړي؛ پوتين هم ترې مننه کړې

شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګ یانګ کې د خپلو هغو سرتېرو چې د اوکراين په جګړه کې وژل شوي د یادښت یوه ودانۍ جوړه کړې ده.  

زیاته شوې چې پوتین د دغې ودانۍ د پرانيستنې په مناسبت کیم ته یو پیغام استولي دی. پوتین په دغه پیغام کې له کیم او د شمالي کوریا عسکرو له هڅو مننه کړې چې د کورسک سیمې په بېرته نیولو کې ېې ورسره مرسته کړې.

د روسیې د سټېټ ډوما یا د ولسي جرګې مشر ویاچسلاو ولودین پیونګ یانګ کې جوړې د يادښت ودانۍ د پرانیستې مراسمو ته ورغلی و.

دا چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا څومره عسکر وژل شوي، کره شمېره معلومول ېې ګران دی، خو شمالي کوریا په تېر سپتمبر کې اټکل کړی وو چې دغه شمېر څه باندې ۲۰۰۰ دی. په دغه جګړه کې اوکراین د شمالي کوریا ۲ سرتيري ژوندي نيولي دي.

د اوکراین جګړه کې تر ۶۰ کلونو زاړه اوکرایني سرتیري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب