1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د غلجاتو تړون؛ اروپايي ټولنې د مسکو پر تصمیم نیوکه وکړه

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست همغږي کوونکي، جوزيف بورل، پر روسيې نيوکه وکړه چې د تورې بحيرې له لارې ېې د غلجاتو صادرات بيرته بند کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Iqrg
روسېې او اوکراین دغه تړون په جولای میاشت کې په استانبول کې د ملګرو ملتونو او ترکېې په منځګړیتوب لاسليک کړ
روسېې او اوکراین دغه تړون په جولای میاشت کې په استانبول کې د ملګرو ملتونو او ترکېې په منځګړیتوب لاسليک کړانځور: Ali Atmaca/AA/picture alliance

بورل د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۳۰ نېټه) پر ټويټر ليکلي: «په توره بحیره کې د روسېې د همکارۍ د تعویق اچولو تصمیم، د صادراتو دغه مهمه لاره د خوراکي موادو او کیمياوي سرې نړېوال بحران ته د رسيدګۍ له پاره په خطر کې اچوي کوم چې دغه بحران په اوکراین کې د روسېې جګړه له کبله رامنځ ته شوی دی.»

هغه زیاته کړې: «اروپايي اتحادېې له روسېې غوښتي تر څو له خپل دغه تصمیم څخه په شا شي.»

ملگري ملتونه غواړي، روسیه د غله جاتو تړون ته ادامه کړي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر، آنتوني بلینکن، هم د کريملین د شنبې شپې پر دغه تصمیم کلکه نېوکه کړې ده.

روسېې د اوونۍ په پای کې اعلان وکړ چې د غلجاتو تړون ېې د تعلیق په حال کې راوستلی دی. مسکو ادعا کوي چې د کریميا د نيمه ټاپو په سواستروپول ښار کې ېې پر سمندري کشتيو د ډرون بریدونه شوي دي.

زیلنسکي: د غله جاتو د صادراتو په مخکي خنډونه پراته دي

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست همغږي کوونکي، جوزيف بورل
د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست همغږي کوونکي، جوزيف بورلانځور: Alexey Vitvitsky/Sputnik/picture alliance

روسېې او اوکراین دغه تړون په جولای میاشت کې په استانبول کې د ملګرو ملتونو او ترکېې په منځګړیتوب لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې له اوکراین څخه نړیوال بازارانو ته غلو دانو او د روسېې سرې صادرات یو ځل بیا د تورې بحېرې له بندرونو څخه پيل شول. وروسته له هغې چې روسېې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ، په اوکراین کې په ميلیونو ټنه غله جات بند پاتې شول چې پر نړیوال بازارونو کې ورسره د خوراکي موادو بې لوړې شوې.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلې د صادراتو تړون؛ نړۍ یې هرکلی کړی

اوکراین د نړۍ په سطحه د غله جاتو یو مهم صادرونکی هیواد دی. چې تر ياد تړون وروسته د اوکراین د غلجاتو څو میاشتنې محاصره هم پای ته ورسېده.

د آلمان خبري آژانس په حواله، روسي قواوې د اوکراین په مختلفو برخو کې تر سخت فشار لاندې راغلي په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه د لويديځ له خوا د مرسته شوو پوځي تجهیزاتو په مرسته پر هغوی باندې تهاجمي بریدونه کوي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشيف څخه يو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب