اسرائیل او لبنان د اوربند پر غځولو توافق کړی
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۴, جمعهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۴, جمعه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني منځگړو سره ټلیفوني خبرې وکړې
- اسرائيل او لبنان پر اوربند توافق کړی دی
- ترمپ د ایران پر وړاندې د اتومي وسلو د کارولو خبره رد کړه
- د امريکا د بهرنيو چارو وزير ویلي دي چې ایران کولی سي د فوټبال په نړيوال جام کې ګډون وکړي خو د سپاه غړيو ته به د داخليدو اجازه ور نه کړل سي
- چین د ترمپ هغه تورونه چې درول سوې بیړۍ ښايي "د چین له خوا یو سوغات" وي، رد کړ
- ایرانيان له ۵۶ ورځو راهېسې انټرنټ ته لاس رسی نه لري
په دې مطلب که تاسې د منځني ختیځ د کړکيچ په اړه د جمعې، د اپريل د ۲۴مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ.
پاکستانۍ حکومتي کړۍ: تمه کیږي چې د ایران خارجه وزیر به د جمعې په ماښام اسلام آباد ته ورسیږي
دپاکستان د حکومتۍ کړیو په حواله به د ایران د بهرنیو چارو وزیر ، عباس عراقچي د جمعې د ورځې په ماښام اسلام آباد ته ورسیږي. خو دغو کړیو دا نه ده په ډاگه کړې چې عراقچي به له چا سره وویني.
پاکستان د ایران په جگړې کې منځگړیتوب کوي او شاوخوا دوې اونۍ مخکې یې د ایران او امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ د شخړې د پای ته رسیدو په هکله خبرې اترې وکړې ، خو بیا هم بې نتیجې پاته سوې. د جمعې په ورځ لا اول دا معلومه نه وه چې عراقچي او ورسره پلاوی به اوس د امریکا متحده ایالاتو استازي وویني او که څنگه. د پاکستان له خوا د دغو معلوماتو له خپرېدو سمدلاسه وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ د بیا خبرو اترو په هیله د تیلو بیه راټیټه سوه.
اړونده موضوع: ولې پاکستان له خپلو ګاونډيانو سره دښمني؛ خو په نړيواله کچه منځګړیتوب کوي؟
امریکا او ایران د روانې میاشتې په پیل کې له دوو اونیو اوربند سره موافقه وکړه. د سې شنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند له پای ته رسېدو لږ مخکې د نامعلوم وخت له پاره هغه وغځاوه. د پنجشنبې په ورځ، هغه ټینګار وکړ چې، د تهران د مشرتابه برعکس، هغه "ټول وخت په نړۍ کې" په جګړه کې و.
دغه جګړه د فبروري پر ۲۸مه د اسراییلو او امریکا له خوا پر ایران باندې په بریدونو سره پیل سوه. د جګړې په پایله کې، د هرمز ستراتیژیک مهم تنګی، چې له لارې یې د نړۍ د تیلو شاوخوا پنځمه برخه په نورمال ډول تیریږي، په اغیزمنه توګه د ایراني پوځ له خوا په لویه کچه وتړل سوه. دا کار د انرژۍ بیې اسمان ته پورته کړې.
چین د ترمپ هغه تورونه چې درول سوې بیړۍ ښايي "د چین له خوا یو سوغات" وي، رد کړ
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ترمپ هغه تور رد کړ چې ویلي یې و، د ایران له بیرغ سره یوه باروړونکې بیړۍ چې د امریکايي ځواکونو له خوا درول سوې وه، "د چین یو سوغات" و.
دامریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې یوه ایراني باروړونکې بیړۍ یې په نښه کړې او توقیف کړې ده چې هڅه یې کوله د ایران د بندرونو له محاصرې څخه وتښتي.
د ایران پوځ ویلي دي چې دغې کښتۍ له چین څخه حرکت کړی و او خبرداری یې ورکړ چې د هغه څه په وړاندې به غچ واخلي چې هغوی یې "د امریکایی پوځ له خوا وسله واله غلا" بولي.
ترمپ د سه شنبې په ورځ د (سي ان بي سي) شبکې ته ویلي و: "دغو بیړیو داسې څه له ځانه سره لرل چې ډیر ښه نه وو. ښايي د چین له خوا کوم سوغات و، نه پوهیږم."
د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه څرگندونې رد کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، گئو جیاکون خبریالانو ته وویل: "چین د هر ډول تورونو او هغه ارتباط مخالفت کوي چې پر حقایقو ولاړ نه وي." هغه زیاته کړه: "د هیوادونو ترمنځ عادي نړیوالې سوداګریزې اړیکې باید له مداخلې سره مخامخې یا گډوې نه سي."
د سمندري امنیتي سرچینو په وینا، د ټوسکا کانټینري کښتۍ چې د یکشنبې په ورځ د متحده ایالاتو ځواکونو له خوا نیول سوې وه، احتمال لري هغه څه لیږدول چې واشنګټن یې دوه گوني کارونې توکي (dual-use) ګڼي، په دې معنی چې هغه مواد چې د ملکي او نظامي دواړو هدفونو له پاره کارول کیدای سي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني منځگړو سره ټلیفوني خبرې وکړې
تهران دغه اونۍ له امریکا متحده ایالاتو سره په نوو مذاکراتو کې د گډون له پاره کوم پلاوی پاکستان ته ونه لیږه، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي بیا له پاکستاني منځگړو سره خبرې اترې کړې دي.
د ایران د دولتي خبري آژانس "ایرنا" د رپوټ له مخې، عراقچي د پاکستان د پوځ د لوړپوړي جنرال، عاصم منیر او ددغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر، اسحق ډار سره د »سیمه ایئزو بدلونونو او اوربند په تړاو موضوعگانو« په هکله بحث او نظرونه سره شريک کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ د سه شنبې په ورځ په یو طرفه توگه، له ایران سره اوربند د یوه نامعلوم وخت له پاره وغځاوه. له دې لږ مخکې، ایران په پاکستان کې په لا زیاتو مذاکراتو کې له گډون څخه ډډه کړې وه. پاکستان په دغه شخړه کې د منځگړي نقش لوبوي. د ښکیلو خواوو مذاکره کوونکي مخکې له دې په اسلام آباد کې د خبرو اترو د لومړي پړاو له پاره سره لیدلي وو، خو دغه ناسته پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیده.
ایرانيان له ۵۶ ورځو راهېسې انټرنټ ته لاس رسی نه لري
پر انټرنټ د لګول شويو محدوديتونو له کبله ایرانيان له ۵۶ ورځو راهېسې له نړیوالو شبکو سره اړيکه نه لري. دا خبره د جمعې په ورځ د انټرنټ د څار نېټ بلاکس سازمان کړې ده.
نېټ بلاکس د ايکس د ټولنیزو رسنيو په يوه پوست کې ويلي: «دا ګام چې په يوه متصله ټولنه [له انټرنټ سره] د هیواد په کچه د انټرنټ د پرې کیدو د ريکارډ کچې اوږده موده ده، دوام لري او د جګړې له کبله ناوړه شرائط او د رپوټ شويو اعدامونو وضعيت لا پسې خرابيږي.»
د نېټ بلاکس په حواله د فيبرورۍ پر ۲۸مه نيټه پر ایران باندې د متحده ايالاتو او اسرائيل تر بریدونو سملاسي وروسته انټرنټ قطع کړل شو چې د اپريل پر پنځمه یې د ريکارډ کچې اوږده موده پوره شوې ده.
اړونده موضوع: ایران د واتس اپ او گوگل پلې بندیز له منځه یووړ
ایران داخلي انټرنټ چې د جګړې پر وخت هم فعاله دی، په کلکه کنترولوي او کاروونکو ته يوازې د داخلي ويبپاڼو د ته لاس رسي امکان برابروي.
امريکا: ایران کولی سي د فوټبال په نړيوال جام کې ګډون وکړي خو د سپاه غړيو ته به د داخليدو اجازه ور نه کړل سي
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، ويلي دي چې امريکا د فوټبال په نړيوال جام کې د ایران د ملي لوبډلې له ګډون سره مخالفت نه لری خو خبرداری یې ورکړی دی چې کيدای سي له دې لوبډلې سره د مل پلاوي ځیني غړيو ته د داخليدو اجازه ور نه کړل سي.
روبیو د پنجشنبې په ورځ به سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زموږ له خوا څه نه دي ویل سوي چې هغوی نه سي کولای راسي.« هغه زیاته کړه:«له ایران سره ستونزه د هغوی له ورزشکارانو سره تړاو نه لري.»
هغه وویل: «ستونزه ښايي له ځینو نورو هغو کسانو سره تړاو ولري چې غواړي له ځانه سره یې راولي؛ ځینې یې له سپاه پاسداران سره اړیکه لري، امکان لري چې موږ ونه سو کولای هغوی ته د داخلیدو اجازه ورکړو، خو نه په خپله ورزشکارانو ته.»
روبیو زیاته کړه:«هغوی نه سي کولی په سپاه پورې مربوط کسان زموږ هیواد ته را داخل کړي او داسې وښيي چې هغوی خبریالان او یا هم ورزشي روزونکي دي.»
د امریکا متحده ایالاتو، سپاه پاسداران د بهرنیو ترهگریزو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي دي.
د ۲۰۲۶ م کال د فوټبال نړیوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه توب ترسره کیږي، چې د جون له ۱۱ مې پیل او د جولای تر ۱۹ پورې به ادامه پیدا کړي.
امریکا او اسرائیل د فبرورۍ پر ۲۸ مه د ایران پرضد بریدونه پیل کړل. د اپریل پر اتمه یو دوه اونیز اوربند پیل سو چې د سه شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ترمپ له خوا په یو جانبه توگه تمدید سو.
ایران نړیوال جام ته لار پیدا کړې، خو د د جگړې له امله د هغوی د ملي ټیم حضور تر پوښتنې لاندې راغلی دی.
ټاکل سوې ده چې د ایران د درې ګروپي پړاو لوبې د بلجیم، نیوزیلینډ او مصر په وړاندې په ترتیب سره په سیاټل او لاس انجلس کې ترسره سي. فیفا د ایران هغه غوښتنه رد کړې چې دا لوبې دي مکسیکو ته ولیږدوي.
د چهارشنبې په ورځ ، د ترمپ یو ځانگړی استازی د یوه داسې پیشنهاد په مطرح کولو سره چې په نړیوال جام کې دي ایټالیا د ایران ځای ناستی سي ، د خبرونو سره ټکی وگرځید. ایټالوي سیاستوالو دغه وړاندیز رد کړ.
ترمپ د ایران په وړاندې له اټومي وسلې څخه استفاده رد کړې
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د ایران اسلامي جمهوریت په وړاندې د اټومي وسلو کارول رد کړل. هغه د پنجشنبې په ورځ د اپریل پر ۲۳ مه په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبریالانو ته وویل: »نه، زه به ترې کار وانه خلم.«
د امریکا ولسمشر ادامه ورکړه:" ولې باید زه له هغوی څخه استفاده وکړم، کله چې موږ [هغوی] په بشپړ ډول له معمولي لارو او ]هغی] ته پرته له اړتیا څخه ویجاړ کړي دي؟"
ترمپ په پای کې روښانه کړه: " هیڅ څوک باید هیڅکله ددې اجازه ونه لري چې له اټومي بم څخه استفاده وکړي."
اړونده موضوع: ترمپ، ایران "پر امریکا د برید له پاره د توغندي په جوړولو"تورن کړ
ترمپ، دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد، د الوتکو ليږدونکې بېړۍ، یو ایس ایس جورج بوش د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) د مسؤلیت ساحې ته ننوتلې ده.
اړونده موضوع: امريکا باور لري چې پاکستان د خپلو اتومي وسلو حفاظت کولی شي
د امریکا د سمندري انسټیټیوټ په وینا، دوې نورې بېړۍ، یو ایس ایس جیرالډ آر فورډ او یو ایس ایس ابراهیم لینکن هم په ترتیب سره، په سره سمندر او عربي سمندر کې ځای پر ځای سوي دي.
ترمپ: د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند تر دریو اونیو پورې وغځید
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند له غځیدو څخه خبر ورکړ.
ترمپ د پنجشنبې په ورځ د "تروت سوشل" ټولنیزې رسنۍ کې څرگنده کړه:" د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند به د دریو اونیو له پاره تمدید سي." د امریکا ولسمشر مخکې له دې د دواړو هیوادونو استازي په واشنگټن کې د خبرو اترو له پاره رابللي وو.
ترمپ په دې ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې "په راتلونکو اونیو کې" د هغه، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د لبنان د لسمشر، جوزف عون ترمنځ د لیدنې کتنې اعلان وکړ. نوموړي ټینگار کړی:" هغه په دې اړه په روان کال کې لا د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې د یوه تړون له پاره "یو ډیر ښه چانس" ویني. نوموړي وویل:" زه فکر کوم چې دا به آسانه وي."
حزب الله د اسرائيل پر شمال توغندي توغولي
په واشنگټن کې خبرو اترو ته په نه پاملرنې سره په لبنان کې ایران پلوه حزب الله ملیشو یو وار بیا د اسرائیل پر شمال توغندي فیر کړل. دغو ملیشو خبر ورکړ:"د لبنان او د هغه د خلکو په دفاع کې، او د اسراییلي دښمن له خوا د اوربند د سرغړونې او د لبنان د یاطر پر ښار باندې د برید په جواب کې،" د شتولا میشت ځای "د راکټونو په یوه برید سره په نښه سو."
د اسرائیل پوځ څرگنده کړه چې له لبنان څخه یې ډیر شمیر توغندي شنډ کړي دي. د ایران په ملاتړ شیعه ملیشې له اسرائیل سره مستقیمې خبرې اترې او اوربند ردوي.
د اسراییلو او لبنان استازو له لسیزو راهیسې تر خپلو لومړیو مستقیمو خبرو اترو وروسته د پنجشنبې په ورځ یو وار بیا په واشنګټن کې د سفیرانو په کچه سره ولیدل. د اسراییلو او لبنان ترمنځ لس ورځنی اوربند د تیرې جمعې په ورځ نافذ سو او ټاکل سوې وه چې د یکشنبې په ورځ به پای ته ورسیږي.