د اوکراین جګړه؛ روسیې او اوکراین پر یو بل بریدونه کړي
۱۴۰۴ دی ۲۱, یکشنبه
بل لور ته، روسیې ویلي چې په سویل ختیځ اوکراین کې یې هوايي بریدونه کړي او یو کلی یې نیولی دی.
د روسیې د ورونېژ سیمې والي، الکساندر ګوسف د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوکرایني ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو د شپېني برید له امله یوه ښځه وژل شوې ده.
نوموړي په ټیلیګرام کې لیکلي دي: «له بده مرغه د استوګنې پر یوې ودانۍ د ډرون برید یوه ځوانه ښځه ووژله.»
نوموړي زیاته کړه چې یوه بله ښځه لا هم په روغتون کې بستر ده او دوه نور ټپیان تر لنډې درملنې وروسته رخصت شوي دي.
ګوسف ویلي چې دا له هغه وخته راهیسې په دې ښار کې «تر ټولو شدید ډرون برید» و چې روسیې خپله پوځي جګړه پیل کړې ده.
روسیه دا جګړه چې نږدې څلور کاله وړاندې یې پر اوکراین پیل کړې، «ځانګړي پوځي عملیات» بولي.
دواړه لوري پر یو بل سخت بریدونه کوي، په ځانګړي ډول په هغو کلیوالو او لږ پرمختللو سیمو کې چې له امله یې ملکي تلفات رامنځته کېږي.
په اوکراین کې د ویجاړۍ کچه او د وژل شویو او ټپیانو شمېر د روسیې په پرتله ډېر لوړ دی.
اوکراین تر ډېره پر ډرونونو تکیه کوي او د نفت او ګازو صنعتي تاسیسات په نښه کوي، خو روسیه سربېره پر ډرونونو د توغندیو او کروز توغندیو څخه هم کار اخلي او د اوکراین د انرژۍ بنسټیزې شبکې هدف ګرځوي.
په سویل ختیځ اوکراین کې د یوه کلي نیول
د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې د روسيې ځواکونو د اوکراین په سویل ختیځ، د زاپوریژیا په سیمه کې د بیلوهیریا کلی تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
د راپور له مخې د روسیې ځواکونو د اوکراین پر یوه پوځي صنعتي شرکت او د انرژۍ پر تاسیساتو هم بریدونه کړي دي.
د زاپوریژیا سیمې د برېښنا رسوونکې کمپنۍ د یکشنبې سهار اعلان وکړ چې په دې سیمه کې د برېښنا بشپړه پرېکون تر ډېره حل شوی دی.
دا پرېکون د روسي ډرونونو د شپېنیو سختو بریدونو له امله رامنځته شوی و. د زاپوریژیا د برېښنا شرکت مشر اندري ستاسفسکي په ټیلیګرام کې لیکلي دي: «تر سهار ۷ بجو پورې، د زاپوریژیا د سیمې برېښنا چې ۳۸۲ زره او ۵۰۰ کورنۍ او کاروبارونه یې اغېزمن کړي وو، په بشپړه توګه بېرته فعاله شوه.»
د جګړې له پیل راهیسې چې نږدې څلور کاله کېږي، روسیې په منظم ډول د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.
د اوکراین د برېښنا شبکه اوس دومره زیانمنه شوې چې په ډېرو سیمو کې برېښنا محدوده شوې یا په بشپړه توګه پرې شوې ده. د ژمي او سختې یخنۍ له امله، دا وضعیت د ډېرو اوکرایني وګړو لپاره ناورین رامنځ ته کوونکی دی.