1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په تهران کې د «نفتو باران» په اړه خبرداری„ کور کې پاتې شئ“

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۱۷, یکشنبه

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د یکشنبې په ورځ په تهران کې د نفتو پر څو زیرمو د اسرائیل له شدیدو بریدونو وروسته، د تهران د فضاء لویه برخه په تورو لوخړو پوښلې ده او له اسمانه تور رنګه باران وریدلی.

https://p.dw.com/p/5A12e
په تهران کې د تیلو پر زیرمو د اسرائیل له توغندیزو بریدونو وروسته فضا تورو لوخړو نیولې ده
په تهران کې د تیلو پر زیرمو د اسرائیل له توغندیزو بریدونو وروسته فضا تورو لوخړو نیولې دهانځور: AFP/Getty Images

د «سي ان ان» شبکې خبریال فریدریک پلیتګن، چې اوسمهال په تهران کې دی په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له دې باران څخه د «نفتو باران» په نوم یادونه کړې ده.

د رپوټونو په حواله د شهران د نفتو په زیرمه کې وروسته له څو ساعتونو څخه هم د اور لمبې پورته کیږي.

د ایران سرې میاشتې سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د نفتو په زیرمو کې د چادونو په سبب د«په پراخه پيمان د هایدرو کاربن، اکسایدونو او نایتروجنو زهرجن ترکیبات فضا او وریځو ته داخل شوي دي چې د ورښت په صورت کې به ډیر خطرناک او تیزابي باران رامنځته کړي.»

په دې اعلامیه کې د تهران له اوسیدونکو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي، ټول منفذونه یا سوري دې په لمندو ټوکرو بند کړي او پر تیزابي باران د جامو ککړیدو په صورت کې دې بې له ځنډه هغه بدلې کړي او په داسې کڅوړه کې دې واچوي چې خوله یې وتړل شي.

د چاپیریال ساتنې سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي دي چې د امکان تر حده دې پرانیستې فضا ته له وتلو څخه ډډه وکړي. د تهران ښاروال په یوه تلویزوني پروګرام کې له خلکو وغوښتل چې له N90 یا N95  فلتر لرونکو ماسکونو څخه استفاده وکړي.

د هوا پيژندنې د وړاندېنې مرکز مشر صادف ضیایان هم د تهران په اسمان کې د «وریځو او لوګي ترکیب» تایید کړی او ویلې یې دي هغه سیمې چې د اورلګېدنې ساحو ته نزدې دي، د هوا ککړتیا په کې ډیره احساسیږي.

اړونده مطالب: د ایران جګړه: ولي روسیه د ایران مرستي ته نه وردانګي؟

آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل

د لندن په کینګز کالج کې د سرطاني ناروغیو څیړونکي داکتر شهرام کردستي، په ټولنیزو شبکو کې په یوه پيغام کې د سپارښتونو په خپرولو سره خبرداری ورکړی دی چې د نفتو په زیرمو کې انفجارونه په لنډمهال کې د مزمنو تنفسي ناروغیو، خو په اوږدمهال کې حتی د سرطان په څیر ناروغیو د اخته کیدو سبب کیدلی شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د یکشنبې ورځې باران یوازې په فضا کې معلق یا په اصطلاح زوړند ذرات راکموي، خو پر زهرجنو ګازونو به چندان تاثیر ونه لري او په دغو شرایطو کې پخپله د باران اوبه ډیرې ککړې دي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2